کلنی ریپوټ ۲۰۲۰

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
16 دلو 1399

کابل، افغانستان: افغانستان په یو خاص تاریخي موقعیت کې دی. د سولې وروستیو خبرو اترو له یوې خوا د افغانستان د اوږدې مودې جګړې د پای لپاره هیلې راپورته کړي، خو له بل لوري د تاوتریخوالو زیاتیدو، په ځانګړې توګه د خبریالانو او مدني ټولنې د فعالانو وژنو د سولې د بهیر د بریا په اړه جدي اندیښنې راپورته کړې دي. په ځانګړې توګه که ددغو خبرواترو په پایله کې یو سیاسي توافق رامنځته شي،نو ایا د بیان د ازادۍ او مدني ازادیو ارزښتونه چې د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې درج دي وبه ساتل شي. د۲۰۲۰ کال په وروسیتو کې د خبریالانو د وژنو پرله پسې لړۍ، د خبریالانو او رسنیو ترمینځ پراخه ویره رامینځته کړې ده؛ دغو بریدونو پر عیني او بې پرې خبرورکونې باندې ناسمه اغیزه لرلې ده، داسې چې یو ګڼ شمیرخبریالان اعتراف کوي چې د غچ اخیستو له ویرې د یو لړخاصو مسلوو په اړه د رپوټ ورکونې په برخه کې بیا کتنه کوي چې په واقعیت کې د ځاني سانسور د زیاتیدو او پراختیا په معنا ده. له بلې خوا د کویډ ۱۹ له امله رامنځته شويو ناوړه اقتصادي اغیزو رسنۍ له ګڼو مالي ننګونو سره مخ کړې دي، چې له امله یې د خپرونو د تولید ظرفیت کم شوی دی.


رسنیزو بنسټونو او د مدني ټولنې فعالینو سره د سولې د پروسې پرمهال د بنسټیزو مدني حقونو له هغې ډلې نه د رسنیو د ازادۍ د ساتنې لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د خبرو اترو په ټیم کې د منظم پروګرام نشتوالي او دغه ارزښت سره د طالبانو ایډیالوژیک مخالفت د بیان او رسنیو د آزادۍ د راتلونکې په اړه اندیښنې راپورته کړې دي. په ورته وخت کې د ۲۰۲۰ کال په پیل کې د رسنیو په قانون کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د حکومت هڅو چې د تصویب په صورت کې به یې د رسنیو او بیان ازادي تر ډیره محدوده شوې وه  او دغه راز د خبریالانود وژنو قضیو د څیړنې لپاره د معنا لرونکې او جدي پاملرنې نشتوالي دغه اندیښنې لا زیاتې کړې دي.


په ۲۰۲۰ کال کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پروړاندې ۱۳۲مورده د تاوتریخوالو پیښې چې (ټپي کیدل، وهل ټکول، تښتونې، د ګواښلو بیلابیل ډولونه، غلاوې او ناقانونه چلند) پکې شامل وو،ثبت کړي دي. د ۲۰۱۹په پرتله چې د تاوتریخوالو شمیرې 105 مورده وې دغو شمیرو سږکال 26 سلنه زیاتوالی موندلی دی.


۷تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي ۵ تنه د هدفي ترورونو او ۲ تنه د ماینونو د چاودنې په پایله کې وژل شوي دي. ۱۸ نورخبریالان او رسنیز کارکوونکي د دندې پرمهال ټپي شوي دی. ۱۰ خبریالان وهل شوي ټوکل شوي او ۴۷نور ګواښل شوي دی. له ۲۸ تنو سره بد او له سپکاوي ډک چلند شوی او ۱۳ تنه خبریالان او رسنیزکارکوونکي له ناقانونه چلند سره مخ شوي دي. ۷تنه خبریالان تښتول شوي دي او ۲ تنه هم د دندې پرمهال له غلا او شوکې سره مخ شوي. د کمیټې له لوري د راټولو شویو معلوماتو له مخې طالبان او داعش ډله د خبریالانو پروړاندې د ترټولو زیاتو تاوتریخوالو او ګواښونو مسوول دي، دولتي مسوولین او کارکوونکي بیا په دې برخه کې دویم ځای لري.


دا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې څوارلسم رپوټ دی چې خپریږي. د کمیټې په دغه رپوټ کې د خبریالانو د خوندیتوب د وضعیت په اړه د وروستیو معلوماتو پربنسټ په ۲۰۲۰ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ، د خبریالانو د امنیت او حقونو په اړه یو واضح انځور وړاندې شوی دی. په دغه رپوټ کې هڅه شوې ده چې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه تر ټولو مهمې مسلې وڅیړل شي. همدارنګه دغه رپوټ، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو  پر وړاندې تاوتریخوالي کره کوي او له هغو نه یوه دقیقه ارزونه او د ګواښونو او خطرونو د څیړنې، د مطبوعاتو د ازادۍ څارنه او د رسنیو د فعالیت تحلیل وړاندې کوي.


نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.