شپږ میاشتنی رپورټ د ۲۰۲۰ له جنوری نه تر جون پورې

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیته
30 سرطان 1399

کابل، افغانستان: د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پیښې ثبت کړې دي چې د کمیت له اړخه د تیر کال له شپږو لومړیو میاشتو سره ډیر توپیر نه لري،ځکه چې د تیرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې د کمیټې لخوا د تاوریخوالي  ۴۵پیښې ثبت شوې وې. د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو او ګواښونو له ټولو مواردو ۲یې د وژنې، ۱۱د ټپي کیدو، ۶د وهل ټوکلو، ۹د سپکاوي، ۷د ګواښنې، ۴د تښتونې، ۲دغلا، او ۱مورد هم ناقانونه چلند ( د میاشتني معاش نه ورکول) دي.


د تاوتریخوالو د عاملینو په ډله کې په دغو شپږو میاشتو کې د طالبانو او داعش ډلې د تاوتریخوالو او ګواښونو د ۱۸ پیښو د مسوولیت په لرلو سره، د خبریالانو پروړاندې د ترټولو زیاتو تاوتریخوالو مسوولین دي.له دې سره باید په یاد ولرو چې د تاوتریخوالو د شدت او جرمي قباحت له اړخه کوم څه چې د دولت مخالفینو د خبریالانو پروړاندې ترسره کړي له حکومتي هغو څو ځله درانه او بد دي، ځکه تروریستي ډلې د خبریالانو په وژولو، تښتونو او ټپي کولو تورنې دي. په حکومت پورې اړوند کسان بیا په دویمه درجه کې دي او د خبریالانو پروړاندې د تاوریخوالو د ۱۳قضیو مسوولیت لري . زورواکي د۳، غله د ۲ ناپیژنده کسان د ۵ او د رسنیو مسوولین د ۱مورد تاوتریخوالي مسوولین پیژندل شوي دي.


د یادونې وړه ده چې په دغو شپږو میاشتو کې، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته ۸ نورې قضیې هم رسیدلې ده چې د خبریال یا شکایت کوونکي کس له مسلکي کار سره یې تړاو نه دی لرلی او ددغو پیښو علت د شکایت کوونکي کس شخصي ستونزې وې. په دغو کې بیا ۲مورده د وژنې، ۲ د غلا، ۲د ټپي کیدو، ۱د وهل ټوکلواو یو مورد د تښتونې شامل دي.


د هیواد د پلازمینې په زون کې د ۲۲مورده تاوتریخوالو او ګواښونو پیښو ثبتیدا، دغه زون د خبریالانو لپاره تر ټولو ناسم زون معرفي کړی دی. د ختیځ زون د هیڅ قضیي په درلودلو سره تر ټولو ښه موقعیت کی راځی. سویل او سویل ختیځ زون بیا هریو کې د یوه مورد د پیښیدو له امله دغه زونونه بیا د خبریالانو پروړاندې د کم تاوتریخوالي لرونکو زونونو په توګه پیژندل شوي دي. د ورکړل شویو شمیرو له جملې نه ۷مورده تاوتریخوالی له ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکونکو سره شوی دی.


د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله چې په ټولیزه توګه په هیواد کې د تاوتریخوالي کچه را ټیټه شوې هم وه او د خبریالۍ کار یې را محدود کړی و بیاهم د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د ۴۲پیښو ثبتیدل د پام وړ شمیره ده او د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو په اړه د جدي اندیښنې وړ ده.


په دغې موده کې په کابل کې د خورشید خصوصي ټلویزون د کارکونکو پرموټر برید د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو د یوې نوې څپې خبرداری دی چې کیدای شي ددې لپاره هم یو دلیل واوسي چې رسنۍ به لا هم د طالبانو او داعش ډلو د جنګي هدفونو د لیست په سر کې وي.


اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د خبریالانو او رسنیو پروړاندې پراخ ګواښونه له هغو جدي ستونزو څخه دی چې لا تراوسه پرخپل ځای پاتې دي او تراوسه د حکومت له لورې په دغه خبره کې جدي تدابیر نه دي نیول شوي. د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لسهاوو خبریالان له بیلابیلو تاوتریخوالو سره مخ شوي دي.


په دغه موده کې د کرونا له امله اقتصادي راولاړ شوي زیانونه د دې لامل شول چې د هیواد ټولې رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي او خپل ګڼ شمیر کارکوونکي له کارونو ګوښه کړي او یا هم ورته له معاش پرته رخصت ورکړي. لسهاو رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کیدو له ګواښ سره مخ شوې، دغه وضعیت هغه څه چې په افغانستان کې د یوې لویې لاسته راوړنې چې د بیان ازادي او د رسنیو ګڼ والی و کمزوری کړ.


د سولې خبرې اترې او د بیان د ازادۍ د محدودیدلو په اړه اندیښنې د افغانستان د رسنیزې ټولنې بل هغه لوی تشویش و چې د ۲۰۲۰کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه ورسره مخ وه. د حکومت له لوري د رسنیو د ازادۍ ساتنې ته جدي پاملرنه نه کول او له دغه ارزښت سره د طالبانو د ډلې مخالفت ددې لامل شوی چې د بیان د ازادۍ د راتلونکې په اړه ډاډ زیانمن شي.


د حکومت له لوري د ټولیزو رسنیو د قانون نوې طرحې هم د بیان د ازادۍ د محدودولو په اړه اندیښنې رامینځته کړې؛ چې له نیکمرغه د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، د افغانستان ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو، ټولنیزو او مدني سازمانونو د عدالت غوښتنې له امله ولسمشرۍ ماڼۍ دغه طرحه د هیواد له پارلمانه بیرته وغوښته او د لا زیات تدقیق او له خبریالانو و د خبریالانو له ملاتړو او صنفي بنسټونو سره د سلا مشورې په خاطر د ولسمشرۍ دویم معاونیت ته  په دې اړه دنده وسپارل شوه.


د سولې په خبرو اترو کې مرکچي پلاوی باید د بیان او رسینو د ازادۍ له ارزښت نه د یو نه معاملې وړ ارزښت په توګه دفاع وکړي. هغه لارښود چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په دې اړه چمتو کړی دی، د رسنیو د ساتنې لپاره ډیره یوه جامع او ګټوره طرحه وړاندې کوي چې مرکچي پلاوی باید ددغې طرحې له مخې د بیان او رسنیو د ازادۍ په تړاو له طالبانو سره خبرو اترو ته کښیني. د یوشمیر ځانګړو نړیوالو بنسټونو لخوا هم ددغې طرحې هرکلی شوی دی او اړتیا ده چې په هراړخیزه توګه عملي شي.


افغان حکومت باید خبریالانو ته د اطلاعاتو په ورکړه کې د اسانتیاو لپاره تازه او جدي تابیاوې ترلاس لاندې ونیسي. اطلاعاتو ته لاسرسی په یوې جدي او ټول شموله ستونزې بدل شوی او د خبریالۍ د کار پروړاندې یې جدي خنډونه جوړ کړي دي.حکومت باید پوه شي چې په دې برخه کې تیرو هڅو کومه پایله نه ده لرلې نو ځکه اړتیا ده چې یوه تازه طرحه ددغې ستونزې د حل لپاره ترلاس لاندې ونیول شي.


نوټ: د فایل د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.