افغان حکومت د نومبر د دویمې اصلي مخاطب

علی یعقوبی
14 عقرب 1397

کابل، افغانستان: له هغې ورځې چې دسولې غږراډیو پر مسوولې زکیه زکي په جبل السراج کې په خپل کورکې وسله وال برید وشو او ووژل شوه اته کاله او پنځه میاشتې واوښتې ، خو تراوسه هم لا څوک ددغه جنایت په تړاو نه دی نیول شوی او نه دی پوښتل شوی. همدغه شان نورې شاوخوا پنځوس داسې دوسیې هم شته چې جنایت کونکو ،خبریالان یوازې ددې په خاطر چې خبررسونه یې کړې یا یې هم حقایق څرګند کړي اوخپاره کړي ، په ډیرقساوت سره وژلي. هیڅ یو له دغو جنایتکارانونه دخپلو کړنوسزا نه ده لیدلې اوهیڅ یوه داسې قضیه په جدي توګه نه ده څیړل شوې.


که وغواړو چې په افغانستان کې دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالو د ورځ تربلې زیاتیدا علتونه راوسپړو ، پرته له شکه چې د مجازاتو پر وړاندې معافیت به یې لومړنی او دسر هغه وه. دهغو ساده شمیرو له مخې چې له خبریالانو او رسنیو دملاتړ ادارو له خوا دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي د پیښو په اړه خپریږي دې پایلې ته رسیږو چې دخبریالانو پروړاندې د زیاتره تاوتریخوالو عاملین یوشمیر ښکاره او معلوم الحاله ډلې ټپلې او کسان دي، خو له دې سره سره بیا هم دامنیتي او قضایي ادارو له خوا عدالت ته ددغه کسانو د راښکلو په اړه هیڅ هم نه ترسترګو کیږي. نو ویلی شو چې دغه مساله ددې لامل شوې چې جنایتګر او دبیان د آزادۍ دښمنان په دې توګه نورهم زړورشوي او دخبریالانو پروړاندې یې په لازیات تاوتریخوالي لاس پورې کړی دی. دخبریالانو دحفاظت کمیټې (CPJ) په خپل یو وروستي رپوټ کې کښلي دي چې افغانستان په نړیواله کچه اووم هیواد دی چې دخبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي دعاملینو دمعافیت ښکارنده پکې په جدي او اندیښمن کونکې توګه وجود لري.


البته دغه ناوړه ښکارنده دامهال په درسته نړۍ کې د بیان د ازادۍ پروړاندې په یوې جدي ستونزې بدله شوې ده. د (UNESCO) د تازه رپوټ له مخې دامهال په نړۍ کې د مجازاتو د معافیت ښکارنده مخ په ډیریدو ده او دخبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي یوازې له ۷ سلنې نه کمې دوسیې څیړل شوې دي. ددغې مسلې اهمیت دومره زیات و چې دملګرو ملتونو کلتوري برخې د نومبر دویمه په دغه نامه ونوموله . دا دې لپاره چې په دې تړاو دپراخو تبلیغاتو په کولو سره دنړیوالوپام دغې ستونزې ته راواړوي او دهغې د پراخیدو مخه ونیسي.


دسږکال په مې میاشت کې هم دملګرو ملتونو دامنیت شورا دیوې اعلاميې په خپرولو سره له دولتونو نه وغوښتل چې د خبریالانو پروړاندې د جنایتونو دعاملینو له مجازاتو دمعافیت په هکله دې جدي او لا زیات عملي ګامونه پورته کړي .خو له دې سره هم حکومتونه په دې اړه د پام وړ ناکام ول.


په افغانستان کې دحکومت اوسنیو مشرانو د ټاکنو له دویم دور نه وړاندې په لیکنې بڼه دخپلې ژمن پاڼې په څلورمه ماده کې تعهد کړی و چې عدلي او قضایی ادارو ته به د وژل شویوخبریالانو ددوسیو دبیا څیړلو امر کوي او دخبریالانو پروړاندې دجنایتونو عاملینوته د سزا ورکولو په برخه کې به خپله هراړخیزه هڅه کوي. ان یو پلا د ولسمشر لومړي مرستیال هم لویې څارنوالۍ ته ددغو دوسیو د بیا رابرسیره کولو او څیړلو امر وکړ خو له دې ټولو سره سره په عملي برخه کې هیڅ هم نه دي شوي او افغان حکومت په دغه برخه کې تراوسه لا ناکام دی. افغان حکومت باید وپوهیږي چې د نومبر ددویمې د اصلي مخاطبینو له ډلې یو دی.


په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړاو دفاع ادارو تل په هریوداسې فرصت کې خبریالانو ته دعدالت غوښتنه کړې او د وژل شویو خبریالانو د دوسیو دبیا څیړنې غوښتنه یې کړې ده ځکه دغه ادارې په دې باور دي چې ترڅو دخبریالانو پروړاندې دجنایتونو دعاملینو په اړه عدالت ونشي دخبریالانو امنیت به هم خوندي نه وي. هغوی باوري دي چې یوازي دعدالت عملي کیدل په افغانستان کې له دې ترینګلي حالته دبیان د ازادۍ د راوتو ضامنت کولای شي. په دغه لار کې له خبریالانو د ملاتړ ادارو او خبریالانو اصلي حمایت کونکي دافغانستان مدني ټولنه او نړیواله ټولنه ده ،نړیواله ټولنه باید افغانستان په دغسې یو حالت کې یوازې پرې نږدي.