د راډيو د نړيوالې ورځې په وياړ د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې اعلاميه

24 دلو 1400

يکشبه، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰


کابل، افغانستان:


د فبرورۍ ۱۳مه د راډيو نړيواله ورځ ده او د راډيو تر راتګ د شاوخوا يوې پېړۍ په تېرېدو سره لا هم د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې راډيو اورېدونکي لري.


د ملګرو ملتونو  ښوونيزې، علمي او کلتوري ادارې يا يونيسکو له راډيوګانو غوښتي چې د راډيو نړيواله ورځ دې په درېيو موخو د خپلواکې او با کيفيته منځپانګې د توليد، اورېدونکو ته د پاملرنې او د رقابتي فضاء رامنځته کېدو سره ونمانځي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د شمېرو له مخې، د اوسني نظام تر واک ته رسېدو وړاندې، ۳۲۰ راډيوګانو په هيواد کې فعاليت درلود. د دغو رسنيو اکثريت يې خبري، معلوماتي او تفريحي خپرونې درلودې.


خو د کمېټې د تازه شمېرو له مخې، د وروستي سياسي بدلون را وروسته په هيواد کې د فعالو غږيزو رسنيو شمېر تر ۲۰۰ راټيټ شوی دی.


وروستيو کلونو کې غږيزې رسنۍ له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د نوي حکومت تر راتګ وروسته د غږيزو رسنيو اقتصادي ستونزې لا زياتې شوي او هغوی له چارواکو په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.


د مالي ستونزو سربېره، غږيزې رسنۍ له مالياتي جريمو، د فريکونسۍ او سوداګريزو جوازونو له ټيکس لوړوالي سره هم لاس او ګريوان دي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې يادې جريمې دې غږيزو رسنیو ته معاف کړي او هغوی سره د مالي ستونزو په برخه کې همکاري وکړي.


يو شمېر رسنۍ مالي ستونزو داسې حد ته رسولي چې د خپلو کار کوونکو معاشات او نور حقونه يې هم نه شي ورکولی او د دغو جريمو نه معاف کولو او د رسنيو نه ملاتړ به دغه رسنۍ د سقوط تر بریده ورسوي.


له دې هر څه سره سره بيا هم په څو ولايتونو کې د غږيزو رسنيو وضعيت مخ په ښه کېدو دی او يو شمېر نوې رسنۍ د تېر نظام تر سقوط وروسته جوړې شوې دي.