په کندهار ولايت کې د يو خبریال د نيول کېدو او د لاريون له خبري پوښښ څخه د يو شمېر نورو خبريالانو د منع کولو په تړاو د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې رسنيزه اعلاميه

2 حوت 1400

دو‌شنبه، ۲ کب۱۴۰۰


کابل، افغانستان


تېرو دوو لسيزو کې خبريالانو او رسنيو د کره او بې پرې اطلاع رسونې په برخه کې مهم رول درلودلی او په دې برخه کې یې خپل بې پريتوب او مسلکي توب ثابت کړی دی، خو په وروستیو میاشتو کې د مسلکي او بې پري چلند سربېره بيا هم خبريالان په بېلابېلو ولايتونو کې پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري او له یو لړ ستونزو سره مخ دي.


په يوه وروستۍ پېښه کې د کندهار ولايت خبريالانو ته د هغه لاريون د خبري پوښښ اجازه ورنکړل شوه، چې د يوې مېرمنې د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو په تړاو تنظیم شوی و.


د کندهار د سيمه ييزو خبريالانو په خبره، يو شمېر خبريالانو چې د زیانمنې کورنۍ د اعتراض د خبري پوښښ لپاره سیمې ته ورغلي و، په کندهار کې د امنیتي سرتیرو له لور پرېنښودل شول، چې لاریون ته پوښښ ورکړي او له ډلې یې یو تن د لنډ مهال لپاره بندي هم کړ.


د دې ترڅنګ په کندهار کې مېشتو خبریالانو څو ځلې هڅه وکړه، چې په دې اړه د کندهار له ځايي چارواکو سره خبري وکړي، خو له پرلپسې هڅو وروسته بیا هم ونه توانیدل، چې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو نه لاسرسی او د چارواکو نه حاضرېدل د ټوليزو رسنيو قانون چې په دې وروستيو کې يې د تنفيذ اعلان هم شوی، د پنځمې مادې خلاف کړنه ګڼي. د دغه قانون د پنځمې مادې په یوه برخه کې راغلي:


“هر شخص حق لري، معلومات وغواړي او تر لاسه يې کړي. دولت د هيواد د اتباعو له غوښتنې سره سم هغه معلومات چې غوښتل کېږي، د هغوی په واک کې ورکوي. خو دا چې غوښتل شوي معلومات محرم وي او افشاء کول يې د هيواد امنيت، ملي ګټې او ځمکنۍ بشپړتيا په خطر کې واچوي او يا د نورو حقوقو ته زيان ورسوي.”


کمېټه د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي، چې د اطلاعاتو په برخه کې د قانون او په ځانګړي توګه د پورته ذکر شوې مادې له مخې له خبریالانو او رسنیو سره همکاري وکړي او پر وخت د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.