د افغانستان د اسلامي امارت د امنیتي ادارو لخوا د خبریالانو د نیول کیدو په تړاو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مطبوعاتي اعلامیه

27 حوت 1400
جمعه، د کب ۲۷مه، ۱۴۰۰کال
 
کابل، افغانستان:
 
د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۰هجري لمریزکال د کب په ۲۴مه د افغانستان د اسلامي امارت امنیتي ادارو په شفاهي توګه په کابل کې رسنیو ته خبرداری ورکړ چې د بهرنیو سریالونو خپرول دې بند کړي.
 
په بله ورځ یې د خاور او هفت ټلویزیونونو د مسوولینو په ګډون اووه خبریالان ونیول شول. همدا راز تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د همیشه بهار راډیو او ټلویزیون مشر اتل خان ستانکزی د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.
 
په وروستۍ قضیه کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب په ۲۶مه د طلوع نیوز ټلویزیون مدیر خپلواک ساپی او ددغه ټلویزون خبریال بهرام امان او د ټلویزیون حقوقي مدیر نافع خلیق ونیول شول.
 
د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه ددغو خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دې باور ده چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول، د رسنیو پر عمومي وضعیت او رسنیزو کارونو منفي اغېز پرې باسي.کمیټه په دې باور ده چې دغه ډول اقدامات د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي حق اغیزمنوي او د ټولیزو رسنیو له قانون سره په بشپړه توګه په ټکر کې عمل دی چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت لخوا نافذ اعلان شوی.
 
له همدې امله د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د ا.ا.ا له چارواکو د دغو نیونو د جدي تعقیب غوښتنه کوي او دغه راز وړاندیز کوي چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون دې بیا فعال کړي ترڅو د بیا لپاره ددغو پیښو د تکرار مخه ونیول شي.