د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې اعلامیه

11 عقرب 1401

کابل افغانستان


نن د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافیت ختمولو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۲۰۱۳ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د ۶۸/۱۶۳ ګڼې پرېکړه لیک له مخې تصویب شوه.


خبریالان د حقایقو د خپرولو او د هېوادوالو د پوهاوي په برخه کې مهم رول لري او هغه جرایم چې د خبریالانو پر وړاندې ترسره کېږي، له مجازاتو څخه د عاملینو معافیت د اطلاع رسوني دا پروسه ټنکۍ کوي او د حقایقو د خپرولو جریان له خنډونو سره مخ کوي.


په تېر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګڼ شمېر قضیو شاهدان یوو، چې عاملین یې یا پېژندل شوي نه دي او یا هم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نیول شوي نه دي. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په دې باور ده ، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي او د تاوتریخوالي د عاملینو مجازات کولای شي، له یوې خوا د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه را ټيټه کړي او له بل لوري خبریالانو ته د خوندي چاپیریال په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي.


د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمیسیون په بیا فعالیت هیله پیدا شوې، ترڅو د رسنیو او خبریالانو اړوند ټولې قضیې او شکایتونه د دې کمیسیون له لاري په قانوني توګه تعقیب شي. که څه هم دا ډېر مهم پرمختګ دی، خو کافي نه دی. په اوس وخت کې دا کمیسیون یوازې تر مرکز کابل پورې محدودی او په ولایتونو کې فعالیت نلري. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه ولایتونو ته د دې کمیسیون د پراخېدو غوښتنه کوي، ترڅو له دې لارې د سیمه ییزو خبریالانو قضیو ته هم رسیدګي وشي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت ځانګړی طرزالعمل چې له وړاندې موجود دی، تطبیق کړي. د دې سربېره، کمېټه له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د خبریالانو او رسنیو اړوند ټولې قضیې د ټولیزو رسنیو د قانون په رڼا کې تعقیب کړي.