مونږ څوک یو

افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه یو خپلواکه جوړښت دی چې د رسنیو دافغان کارکونکو اوهم بهرنیو خبریالانو د خودیتوب د تامین په برخه کې کار کوي. د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه د افغانستان د نوي نسل د موسسې تر چترلاندې کارکوي.
اجراییه وي پلاوی یې د هیواد په اتو زونونو کې استازي لري او دهر زون استازی بیا دخپل زون د ټولو ولایتونو د پوښښ مسوولیت لري.دغه جوړښت په ټول هیواد کې له خبریالانو سره د اړیکو او هغوی ته دخدمتونو د رسولو لار اواره کړې ده.
دکمیټې د کارکولو څرنګوالی:
کمیټه د اړیکو لپاره شمیره لري چې شپه او ورځ فعاله وي او په ټول هیواد کې خبریالانو ته د لاسرسي وړ ده.
دکمیټې مشرتابه پلاوی وروسته له هغې چې د ګواښ څرنګوالی او څومره والی مطالعه کوي او بیا زیانمن خبریال ته دخپل ملاتړ او مرستې دڅومره والي او څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کوي. د کمیټې له خوا دپیښې له دقیق تشخیص وروسته د کیمټې استازی له ملي او سیمیزو چارواکو سره اړیکې نیسي او هم دغه موضوع له ملي او نړیوالو رسنیو او مدني ټولنوسره شریکوي ترڅو ددغې مسلې د اواري لپاره د فشار په راوړلو کې مرستندویه واقع شي.
د موضوع د ډیر جدیت په صورت کې ،کمیټه د مدیره پلاوي فوق العاده غونډه جوړوي ترڅو له قضیې سره د چلند په اړه لازمه پریکړه وکړي.