د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د ارزګان ولايت د خبريالانو ستونزې د حل په موخه د دغه ولايت له امنيه قوماندان مولوي محمد رفيق خادم سره شريک کړې.
په دغه ناسته کې، د امنيه قوماندانۍ وياند بلال ارزګاني او په دغه ولايت کې د يو شمېر رسنيو خبريالانو هم برخه اخېستې وه.
په ارزګان کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي لطيف ظاهري په دغه ناسته کې، د کمېټې په اړه د معلوماتو شريکولو سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب، د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په تړاو پر خبرو سربېره د خبريالانو يو شمېر ستونزې هم بیان کړې.
د ارزګان امنيه قوماندان د کمېټې د فعاليتونو د قدرونې ترڅنګ وويل چې د خبريالانو ستونزو ته به د حل لپاره هلې ځلې وکړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.


