افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو له معین او ورسره مل پلاوي سره په مشورتي ناستو کې د هرات، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو د خبریالانو او سیمهییزو رسنیو ستونزې او ننګونې شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږي کوونکي شمیل احمد مشعل، په دغو ناستو کې د رسنیو اقتصادي ستونزې، د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د پروژو نشتوالی، د سوداګریزې برېښنا لوړ لګښت، د رسنیو د فعالیت جوازونو د تمدید ستونزې او اطلاعاتو ته پر وخت نه لاسرسی د رسنیز فعالیت له مهمو ستونزو څخه یادې کړې. نوموړي همداراز د رسنیو او خبریالانو پر ملاتړ، معلوماتو ته د لاسرسي د اسانتیا او د سیمهییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي، له رسنیو او خبریالانو سره د ملاتړ او همکارۍ د ټینګار ترڅنګ، د رسنیو د جوازونو د اخیستلو او تمدید لپاره یې د تضمیني پیسو د معافیت خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د رسنیو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او د سیمهییزو رسنیو د فعالیت لپاره د لا غوره شرایطو برابرولو په موخه کار کوي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.




