مونږ څه کوو

په بیړنیو حالاتوکې او په هغه صورت کې چې کوم خبریال یا د رسنۍ کارکونکی له ګواښ سره مخ وي او یاهم ټپي شوی وي د کمیټې له خوا یې ملاتړ او همکاري کیږي.دغومرستوکې په هیواد کې دننه اویاهم بهر د درملنې زمینه برابر هم شامل دي.
په همدې توګه کمیټې پرخبریالانو دبریدونو او دهغوی پر وړاندې د ګواښونو دګډ څار لپاره له دولتي چارواکو ، ملي او نړیوالو رسنیو او له مدني ټولنې دملاتړ اداروسره په دوامداره توګه اړیکې ټینګې کړې دي.
دخبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالو اوګواښونو دپیښوثبت او مستندول هم د کمیټې له مسوولیتونو څخه دي.