د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د غور ولايتي چارواکو او د رسنيو مسوولينو سره د عدالت غوښتنې او همغږۍ ناستې وکړې.
دا ناستې د غور د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی زغيم او د دغه ولايت له امنیه قوماندان مولوي صديق الله شاهين مسافر سره ترسره شوې.
په غور کې د کمېټې استازي غلام رباني هدفمند د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو له شريکولو سربېره. په دغه ولايت کې د رسنيو ټوليز وضعيت، د خبريالانو ستونزې، پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي، د خبريالانو خونديتوب او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې اترې وکړې.
د عدالت غوښتنې او همغږۍ په دغو ناستو کې د غور ولايت چارواکو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبريالانو ته اسانتياوې برابروي او په ځانګړي توګه به ورته د اطلاعاتو شریکولو زمينې پراخې کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.