د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول د اسلامي امارت له ویاند سره ولیدل

2.jpeg

24 عقرب 1405

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، جمیل وقار، د افغانستان د اسلامي امارت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره وکتل او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل، د خبریالانو د خوندیتوب او معلوماتو ته د هغوی د لاسرسي د اسانتیا په اړه یې خبرې وکړې.


په دې لیدنه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤول د رسنیو او خبریالانو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې رسنیو په تېرو کلونو کې، له ګڼو ستونزو او ننګونو سره سره، د معلوماتو په خپرولو او د خلکو په خبرولو کې اغېزناک رول لوبولی دی.


د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، هم په ټولنه کې د رسنیو رول ته په اشارې وویل چې حکومت د رسنیو په برخه کې له شته ستونزو خبر دی او هڅه کوي چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.


په دې لیدنه کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت او د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د ښه والي لپاره د عملي حل‌لارو پر موندلو هم ټینګار وشو.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د ملاتړ او هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.