افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هلمند ولایت کې له خبریالانو او حکومتي مسؤولینو سره مشورتي ناستې وکړې

1.jpeg

20 عقرب 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هلمند ولایت کې د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه، د دغه ولایت له حکومتي مسؤولینو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤولینو سره جلا مشورتي ناستې ترسره کړې.


په دې ناستو کې د رسنیو اقتصادي ستونزې، د خبریالانو د کاپي حقونو نقض، په رسنیو کې د تخصصي ظرفیتونو کمښت او د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو نشتوالی، د دغه ولایت د رسنیزې ټولنې له مهمو ننګونو څخه وبلل شوې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، جمیل وقار، په ټولنه کې د رسنیز کار پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خبریالانو د کاري فعالیتونو پر وړاندې شته ننګونو ته باید رسېدنه وشي.


د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس، حافظ عبدالباري راشد، وویل چې په دغه ولایت کې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه شوې او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لا ښه لاسرسي زمینه برابره شوې ده.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې له سکون، مسکا، سباوون او هیرمند راډیوګانو څخه هم لیدنه وکړه او د رسنیو د ستونزو د حل په اړه یې بحث او خبرې وکړې.


افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.