افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په ۲۲ ولایتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

1 قوس 1405

افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د هواري په موخه، په تېره یوه میاشت کې په بلخ، ننګرهار، کندهار، کندز، نیمروز، ارزګان، زابل، جوزجان، بامیان، پکتیکا، پکتیا، سرپل، فاریاب، بغلان، بدخشان، تخار، نورستان، سمنګان، لوګر، میدان وردک، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو کې د ۳۶ حکومتي ادارو له مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د نیمروز والي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین، د کورنيو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، د پنجشیر امنيه قوماندان، په يادو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او نورو ادارو مسوولینو، په ختيځ، جنوب، لویدیځ او شمال ختیځ زونونو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولینو او ولايتي استازو برخه اخېستې وه،


په دغو لیدنو کې په یادو ولایتونو کې د رسنیز کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، د سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي او خپرنیزو ستونزو، د ویاندویانو د ټاکلو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیاوو ډېرښت او د خبریالانو خوندیتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.


د یادو ولایتونو حکومتي چارواکو د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د خبریالانو د ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.


 افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو پر وړاندې د ننګونو د هواري او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کولو لپاره تل هڅې کوي.