د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، جمیل وقار، د هلمند ولایت له والي مولوي امانالدین منصور سره په لیدنه کې په دغه ولایت کې د رسنیز فعالیت پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ولایت مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض، د کمېټې د پروګرامونو مسؤول حسیبالله فرارون، د کمېټې د جنوبي زون همغږيکوونکي عطاالله عمر او په هلمند ولایت کې د کمېټې استازي صدام میرني هم ګډون درلود.
په ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، جمیل وقار، د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ او د رسنیز فعالیت لپاره یې د لا مناسب چاپېریال د برابرولو غوښتنه وکړه.
د هلمند والي په دې لیدنه کې وویل چې رسنۍ د ملت او حکومت ژبه ده او زیاته یې کړه چې سیمهییزه اداره به د رسنیو د ستونزو، په ځانګړي ډول اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او د هغوی لپاره د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

