افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په زابل ولایت کې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د راټولولو په موخه، له حکومتي چارواکو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره جلا جلا مشورتي ناستې جوړې کړې.
په دغو ناستو کې، د رسنیو اقتصادي ستونزې، د برېښنا د لګښتونو لوړوالی، د رسنیو د تخصصي ظرفیتونو کمښت او د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو نشتوالی، په دغه ولایت کې د رسنيز ډګر له مهمو ننګونو څخه وبلل شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار وویل، د تېرو کلونو په پرتله د رسنیز کار لپاره اوس ښه زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې کمېټه هڅه کوي د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د زابل امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي د رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې رسنۍ په ټولنه کې مهم رول لري.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمد مختار وویل چې د خبریالانو لپاره د غوره کاري چاپېریال د برابرولو په برخه کې هڅې شوې دي. نوموړي د خبریالانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د پیغام او ښکلا راډیوګانو څخه هم لیدنه وکړه او د رسنیو د ستونزو د حل په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.




