افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هېواد په سوېلي زون کې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د راټولولو په موخه، د کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو له حکومتي چارواکو، خبریالانو او د رسنیو له مسؤولینو سره مشورتي ناسته وکړه.
په دې غونډه کې د رسنیو اقتصادي ستونزې، د خبریالانو د وړتیاوو او مهارتونو د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو کمښت، اطلاعاتو ته لاسرسی او د ویاندویانو نشتوالی، په دې زون کې د خبریالانو له مهمو ستونزو څخه یاد شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤول، جمیل وقار، د خبریالانو د کار او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې د هېواد د رسنیز کار وضعیت د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی دی. هغه زیاته کړه، چې کمېټه د رسنیو لپاره د لا غوره کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، انعامالله سمنګاني، په دې غونډه کې وویل، چې خبریالانو او رسنیو ته یو لړ اسانتیاوې برابرې شوې دي او د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره ځانګړي ادرسونه هم شته. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د رسنیو د ستونزو حل ګډې همکارۍ او هڅو ته اړتیا لري.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې له تبسم او څراغ راډیوګانو څخه هم لیدنه وکړه او د رسنیو د ستونزو د حل په اړه یې بحث او خبرې وکړې.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو په موخه خپلو هڅو ته په دوامداره توګه دوام ورکوي.


