زمونږ د فعالیت سیمه

د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټه (AJSC) یوه ثبت شوې خپلواکه او غیر انتفاعي موسسه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په 2009 کال کې په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ ملاتړ او همدارنګه د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو خوندیتوب لپاره جوړه شوې چې په افغانستان کې د افغان او بهرنیو رسنیو کارکونکو لپاره خوندي کاری چاپیریال او اسانتیا برابرول ده. د AJSC مرکزي دفتر په کابل کې موقعیت لري او سیمه ییز مدیران او ولایتي استازي لري چې په اوو سیمو کې په کار بوخت دي چې په دې ډول دي: سویل، سویل ختیځ، ختیځ، مرکز، شمال، شمال ختیځ او لویدیځ. د دې جوړښت سره، AJSC د دې وړتیا لري چې د خوندیتوب خدمات چمتو کړي او په ټول هیواد کې د رسنیو د آزادۍ دفاع وکړي.