افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزني ولایت کې د خبریالانو د ستونزو، وړاندیزونو او اندېښنو د راټولولو په موخه، د حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو په ګډون مشورتي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د رسنیو اقتصادي ستونزې، د برېښنا د لګښت لوړې بیې او د خبریالانو د وړتیاوو او مهارتونو د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو نشتوالی، په مرکزي زون کې د خبریالانو له مهمو ستونزو څخه یاد شول.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مشر جمیل وقار، د خبریالانو د کار او هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، سره له دې چې په تېرو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، کمېټه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د رسنیز کار پر وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه وشي او خبریالانو ته د لا ښه کاري چاپېریال زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حمیدالله نثار وویل چې په دغه ولایت کې خبریالانو ته اطلاعاتو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شوې او حکومت هڅه کوي چې د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د دهکده، شمله او سماع راډیوګانو څخه هم لیدنه وکړه او د رسنیو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې او بحثونه وکړل.
افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د کاري ستونزو د حل او هغوی ته د خوندي کاري چاپېریال د برابرولو لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي.




