د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لغمان ولايت کې د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولايت له نوي والي مولوي شير احمد حقاني سره په يوه ناسته کې شريکې کړې.
په لغمان کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي ميرويس خواخوږي د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو له شریکولو سربېره، په دغه ولايت کې د رسنيو ټوليز وضعيت،د خبريالانو ستونزې، اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او د خبريالانو خونديتوب په تړاو خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د لغمان والي د کمېټې د فعاليتونو د قدرونې تر څنګ وويل چې رسنۍ د هېواد یو اړین اړخ جوړوي او ژمنه يې وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکړې او نورو برخو کې لا ډېر اسانتیاوې رامنځته کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.