د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حميد الله نثار، د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
په مرکزي زون کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي ګلاب الدین اميري په دغه ناسته کې اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنیو د فعاليت د جواز تمديد، د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو رامنځته کېدل او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې وکړې.
د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حميد الله نثار د همغږۍ او عدالت غوښتنې په دغه ناسته کې له رسنيو څخه د اسلامي امارت پر ملاتړ ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د تېر په پرتله په دغه ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه لوړه شوې او د حکومتي چارواکو او رسنيو ترمنځ همغږي هم موجود ده.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.