د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د ارزګان له نوي والي سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
دغه ناسته کې د ارزګان والي عنات الله شجاع، د اطلاعاتو او کولتور رييس اغا ولي قريشي، د ولايت مقام د دفتر رييس او د يو شمېر رسنيو مسوولینو او خبريانو برخه اخېستې وه.
د ارزګان کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي لطيف ظاهري د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، په دغه ولايت کې د رسنیو ټوليز وضعيت،د خبريالانو ستونزې، پر وخت اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.
د ارزګان والي په دغه ناسته کې ژمنه وکړه چې د خبريالانو د کار پر وړاندې د ستونزو حل کې به هڅه کوي او حکومتي ادارې به اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسي او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.