د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د سرپل له والي سره د خبريالانو ستونزې شريکې کړې

WhatsApp Image 2024-04-07 at 19.40.36_58d85177.jpg

20 حمل 1403

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په فراه ولايت کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتې ستونزې د دغه ولايت له والي محمد يعقوب عبدالرحمن سره شريکې کړې.


په سرپل کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېتې استازي غلام سخي فروتن د کمېټې په اړه د معلوماتو شريکولو سربېره، په دغه ولايت کې د خبريالانو د ټوليز وضعيت، د خبريالانو ستونزو، اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي او د خبريالانو د خونديتوب په اړه خبرې وکړې.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د پراختيا او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.