د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې، د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د لغمان له والي شيخ شېر احمد حقاني سره ناسته وکړه.
په لغمان ولايت کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي ميرويس خواخوږي به دغه ناسته کې د رسنيو اقتصادي ستونزې، په لغمان کې د رسنيو ټوليز وضعيت، د يو شمېر حکومتي ادارو لخوا له رسنيو سره د اطلاعاتو نه شريکولو او د خبريالانو د خوندیتوب په اړه په دغه غونډه کې خبرې وکړې.
په ياده ناسته کې، د لغمان والي د رسنيو او خبريالانو د ملاتړ برخه کې د کمېټې د فعاليتونو د قدرونې وکړه او دغه راز يې وويل چې اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به اړوندو مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.
