د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اسلامي امارت له ویاند سره غونډه وکړه

c.jpg

16 جوزا 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې د رسنیو د اقتصادي ننګونو د مخنیوي په موخه د افغانستان د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په کندهار ولایت کې غونډه وکړه.


په دې غونډه کې د لويديځ او جنوب زونونو لپاره د افغان خبريالانو خونديتوب کميټې همغږي کوونکو او د هرات ولايت د رسنیو په استازيتوب د دوو رسنيو مسوولينو ګډون کړى و.


دغه غونډه د رسنیو په وړاندې د اقتصادي ننګونو او په ځانګړې توګه د یو شمیر ولایتونو په ځانګړې توګه د هرات، ننګرهار او کندهار د رسنیو د فریکونسۍ جوازونو د لوړ کلني لګښت د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه او ټینګار وشو چې اسلامي امارت باید په دغو ولایتونو کې د ګاونډیو ولایتونو په څیر د فریکونسۍ جوازونو کلني لګښتونه وټاکي یا کم کړای شي.


د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکړ چې په یادو ولایتونو کې به د غږیزو او تصویري رسنیو د جوازونو د کلني لګښت د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.