د افغان خبریالانو خوندیتوب کمیټې په لوګر ولایت کې د یوناما د مرکزي زون د بشري حقونو د څانګې له مشر نوویل ویلرومن او په باميان ولايت کې د یوناما له سيمه ييزې مشرې سارا ډي مول سره د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په موخه ناسته وکړه.
په دغو غونډو کې د باميانو ولايت د کميټې استازي سيد امين همت، په لوګر ولايت کې د کميټې استازي خان ولي احمدزي او د دغه ولايت يو شمير سيمه ييزو خبريالانو ګډون کړى و.
په يادو ناستو کې، په لوګر او باميان کې د رسنيو پر ټوليز وضعيت، د خبريالانو لپاره د روزنيزو پروګرامونو د برابرولو، د رسنيو د اقتصادي ستونزو حل او اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په اړه خبرې وشوې.
د یوناما چارواکو ژمنه وکړه چې په دغو ولایتونو کې به د خبریالانو او رسنیو د ستونزو د هواري لپاره جدي کار وکړي.
د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.

