د افغان خبريالانو خودیتوب کمېټې د بادغيس ولايت چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناسته ترسره کړه.

WhatsApp Image 2024-06-26 at 10.23.53_65aeb0ad.jpg

6 سرطان 1403

په بادغيس ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د دغه ولايت له حکومتي چارواکو، د ځايي رسنيو مسوولینو او خبريالانو سره د عدالت غوښتنې غونډه ترسره کړه.


په دغه دغه ناسته کې چې د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، په کې د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي مطیع الله متقي، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي حبيب الله فوزي، د ملي راډيو تلویزيون آمر محمد عارف فیدل، د ولایت مقام ویاند احمد جان حنظله، د امنيه قوماندانۍ وياند صدیق الله صدیقي او د يو شمېر ځایي رسنيو خبریالانو او مسوولينو برخه اخېستې وه.


په دغه غونډه کې د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسی، د حکومت او رسنيو ترمنځ د اړيکو د رامنځته کولو او د حکومتي چارواکو او په دغه ولايت کې رسنيو ترمنځ د ګډې کمېټې د جوړېدو په تړاو خبرې او پرېکړې وشوې.


د حکومتي چارواکو او رسنيو ترمنځ ګډه کمېټه د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندېز د رسنيو او خبريالانو د کاري ستونزو د حل او د حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د اړيکو په موخه جوړېږي.


حکومتي چارواکو په دغه دغه ناسته کې، له رسنيو د هر اړخيز ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه، خبريالانو او رسنيزو کار کوونکو ته د خوندي کاري چاپيريال او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو لپاره تل هڅه کوي.