د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په خوست، پکتیکا او لوګر ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو د ځواکمنتيا په موخه کاري غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د اطلاعاتو او کولتور رياست مسوولينو، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازو او د يو شمېر سيمه ييژو رسنيو وياندويانو،، خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې پر پرتو ستونزو، اطلاعاتو د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې، د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندې او د خبريالانو او رسنيو د ستونزو رسېدنې او د حکومت او رسنيو د کاري اړيکو رامنځته کولو په موخه جوړې شوې دي.





د افغان خبريالانو خودیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي چاپيريال رامنځته کولو برخه کې تل هڅه کوي.
