د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په پروان او کاپیسا ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو د ځواکمنتيا په موخه کاري غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې د پروان او کاپیسا ولايتونو د مرستیال واليانو، د اطلاعاتو او کولتور رياستنو مسوولينو، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي استازو او د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو وياندويانو، خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې پر پرتو ستونزو، اطلاعاتو د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو رامنځته کېدو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې، د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندې او د خبريالانو او رسنيو د ستونزو رسېدنې او د حکومت او رسنيو د کاري اړيکو رامنځته کولو په موخه جوړې شوې دي.
د افغان خبريالانو خودیتوب کمېټه د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي چاپيريال رامنځته کولو برخه کې تل هڅه کوي.



