د خوندیتوب کمېټې لخوا په پنجشیر او بامیان ولايتونو کې د حکومت او رسنيو د ګډو کمېټو کاري ناستې ترسره شوې

c.jpg

19 سرطان 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په پنجشیر او بامیان ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومت او رسنیو ترمنځ د ګډو کمېټو د پياوړتيا په موخه کاري ناستې وشوې.


په دغو غونډو کې، د پنجشیر ولایت مرستیال والي، د اطلاعات او کولتور رياستونو ریيسانو او نورو چارواکو، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېتې ولايتي استازو، د ځايي ادارو وياندويانو او استازو، خبريالانو او د ځايي رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.


په دغو ناستو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.


په دغو ولايتونو کې، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز، د رسنيو او خبريالانو د ستونزو حل او د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو رامنځته کولو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوې دي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.