د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د خبريالانو ستونزې د غزني له والي سره شریکې کړې

WhatsApp Image 2024-07-08 at 10.16.05_d38bd96c.jpg

21 سرطان 1403

د افغان خبريالانو خوندیبتو کمېټې له لوري په غزني ولایت کې د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولایت له والي حافظ امین جان عمري سره د غونډې پرمهال شريکې کړې.


په مرکزي زون کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې همغږي کوونکي ګلاب الدین امیري په دغه ناسته کې، د خبریالانو د تاوتریخوالي د قضيو د تعقیب، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې.


د غزني والي په ناسته کې وويل چې خبریالان دې د اسلامي امارت د اصولو له مخې خپل رسنيز فعالیت ته دوام ورکړي او ژمنه يې وکړه چې د خبریالانو ستونزو او د هغو د حل برخې ته به پاملرنه زیاته کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځنته کولو او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.