افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هلمند، بدخشان، پروان، نورستان، زابل او لغمان ولاتونو کې د خصوصي او دولتي رسنیو له مسوولینو سره د رسنیو د کار پر وړاندې په پرتو ننګونو او په دې برخه کې په شته فرصتونو خبرې اترې وکړې.
په یادو ناستو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو، د ملي راډیو تلویزیون مسوولینو او د غږ، رغون، دنیا نوین، بهارستان غږ او د کوکچه غږ راډیوګانو مدیرانو حضور درلود.
په دې ناستو کې د رسنیو پر وړاندې په پرتو ننګونو، په دې برخه کې په شته فرصتونو، اطلاعاتو د رسنیزو کارکوونکو په لاسررسي، د رسنیو د وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په فعالیت او د رسنیو په اقتصادي ستونزو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو پر وړاندې پرتو ستونزو ته د رسیدګي او رسنیز فعالیت ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هلې ځلې کوي.




