د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه د کونړ له نوي امنيه قوماندان مولوي ضياء الحق حامد سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې، د کونړ د ملي راډيو تلویزيون آمر سميع الله تړون او د ځايي رسنيو مسوولينو او خبريالانو هم برخه اخېستې وه.
په کونړ کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازي فضل واحد افکاري په دغه ناسته کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، خبريالانو خوندیتوب او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړې او د حل غوښتونکی يې شو.
د کونړ امنيه قوماندان وويل چې دغه ولایت ته د خدمت په موخه راغلی او د خبريالانو د ستونزو د حل لپاره به مناسبې لارې ولټوي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.

