د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کندز او کاپيسا ولايتونو د مستوفيت مسوولينو سره ناستې وکړې

ز.jpg

1 اسد 1403

د په کندز او کاپیسا ولایتونو کې د رسنيو د ستونزو د حل په موخه د مستوفیت له مسوولينو سره د عدالت غوښتنې ناستې ترسره شوې.


په دغو ناستو کې، د کاپيسا ولايت مستوفي عبدالخالق رحمت، د کندز مستوفيت د بررسۍ آمر آذان الله رحماني او د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولايتي همکارانو برخه اخېستې وه.


د لیدنو پرمهال د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او د رسنيو د اقتصادي او مالیاتي ستونزو د حل په تړاو خبرې اترې وشوې.


د يادو ولايتونو د مستوفیت مسوولينو ژمنه وکړه چې د رسنيو د مالياتي ستونزو د حل برخه کې به همکاري وکړي او دغه راز يې له رسنيو وغوښتل چې ماليات دې پر وخت ورکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.