د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې د میدان وردک، کندز او کونړ ولايتونو له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

2 اسد 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په میدان وردک، کندز او کونړ ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د دغو ولايتونو له چارواکو سره د عدالت غوښتنې جلا غونډې وکړې.


په دغو غونډو کې،د میدان وردک ولایت د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي حبيب الله مجاهد، د کونړ د برېښنا رييس مولوي شهاب الدین او د کندز د عامې روغتيا رياست مرستيال رحمت الله طوطاخېل او د کمېټې ولايتي استازو برخه اخېستې وه.


د دغو ناستو پرمهال د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو پراختيا، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې او بحثونه وشول.


د يادوولايتونو چارواکو د رسنيو او خبريالانو څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبريالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.