د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اوو ولايتونو حکومتي وياندويانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي د پراختيا په اړه ناستې وکړې

c.jpg

3 اسد 1403

د افغان خبريلاانو خوندیتوب کمېټې په پنجشېر، لغمان، هلمند، زابل، نیمروز، بادغیس او فراه ولايتونو د حکومتي ادارو وياندويانو  سره په جلا جلا ډول اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په تړاو ناستې وکړې.


دا غونډې د کمېټې د ولايتي استازو، د هلمند ولايت د مقام وياند مولوي محمد قاسم رياض، د لغمان ولايت مقام وياند عبدالمالک وفا نيازي، د پنجشېر ولايت د امنه قوماندانۍ وياند عابدالله فاروقي،د بادغيس ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند صديق الله صديقي، د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ګل احمد قدرت، د فراه ولايت د پوهنې رياست وياند حفيظ الله مصمم او د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر په ګډون جوړې شوې وې.


په دغو ناستو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل، پر وخت او دقيقو اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي د زمينو زياتوالي او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کېدو په تړاو خبرې اترې وشوې.


 په دغو ناستو کې حکومتي وياندويانو ژمنې وکړې چې د رسنيو او خبریالانو سره به همکار وي او د خبريالانو د اړتيا وړ اطلاعات به ورسره پر وخت شريکوي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.