خوندیتوب کمېټې، په اوو ولايتونو کې د رسنيو مسوولینو سره د رسنيز فعاليت د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې 

c.jpg

4 اسد 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په نورستان، لغمان، نيمروز، فراه، غور ، کندز او کابل ولايتونو کې د يو شمېر خصوصي او دولتي رسنيو له مسوولينو سره د رسنيز فعاليت د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازو، د باختر اژانس ځايي مسوول او د چنار، کهندژ، صدای عدالت، فیروز کوه، صدای بادغیس، زيار او فرياد راډيوګانو او د عبور او یازده راډيو تلويزيونونو مسوولينو برخه اخېستې وه.


په دغو غونډو کې، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت د ښه والي په موخه د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د فعاليتونو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.