د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له مالي او اداري معین سره ولیدل

c.jpg

6 اسد 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت له مالي او اداري معین قدرت الله جمال سره د دغه وزارت په مقر کې ولیدل.


په دغه ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پروګرام مدیر حسیب فرارون، د قضیو د بررسۍ مسوول جمیل وقار، ولایتي همغږي کوونکي یوسف ظریفي، په لویدیځ زون کې د کمېټې همغږي کوونکي شمیل احمد مشعل او په هرات کې د یوې ځايي رسنۍ مسوول برخه اخېستې وه.


په دغه ناسته کې د رسنیو په اقتصادي ستونزو، په بلخ، ننګرهار، هرات، کندهار او کابل ولايتونو کې د فریکونسۍ جواز د لګښت کموالي او په تېرو کلونو کې د دغې برخې د پاتې ټکسونو د ټولو یا یوې برخې معافیت او یا یې هم په قسط وار ډول د تحویلولو په اړه خبرې وشوې.


د اطلاعاتو او کولتور وزارت مالي او اداري معین وویل، دوی پوهېږي چې اوسمهال رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې موږ د کلنۍ پیسو ورکړې سره موافق یو. هغه دغه راز وویل، د انځوریزو او غږيزو رسنیو د فریکونسۍ د جواز کلنۍ پیسو د کمښت برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د رسنیو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو ته رسیدګي وشي او خبریالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته کړي.