د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د کندهار د اطلاعاتو او کولتور ريیس انعام الله سمنګاني سره ناسته وکړه.
له حکومت سره د خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسوول مطیع الله سرور په دغه ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمينو برابرولو، د خبریالانو خوندیتوب او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې وکړې او په یادو برخو کې د اسانتياو د رامنځته کولو غوښتنه يې وکړه.
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ تر څنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکاري وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو لپاره پرلپسې هڅې کوي.

