د افغان خبريالانو خوندیبتو کمېټې له لوري په جوزجان ولایت کې د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې د دغه ولایت له والي قاري ګل حیدر شفق سره د غونډې پرمهال شريکې کړې.
په جوزجان کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازي قمرالدین پويا عزيزي په دغه ناسته کې، د کمېټې د فعاليتونو په تړاو د معلوماتو شریکولو سربېره، د خبریالانو د ستونزو، په دغه ولايت کې د رسنيو ټوليز وضعيت، اطلاعاتو ته لاسرسي او د خبريالانو د خوندیتوب په تړاو خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د جوزجان والي وويل، د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې همکاري کوي او زياته يې کړه چې سيمه ييزې ادارې به خبريالانو سره د اطلاعاتو شریکولو برخه کې همکاري زياته کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو او حکومت ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځنته کولو او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
