د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار ولایت کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل. په دغه ناسته د کندهار د اطلاعاتو او کولتور رییس انعام الله سمنګاني هم برخه اخېستې وه.
له حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسسول مطیع الله سرور په کندهار کې د اسلامي امارت حکومت له چارواکو سره د خبریالانو د کار پر وړاندې پرتې ستونزې شریکې کړې او د حل برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه ناسته کې وویل چې د رسنیو او خبریالانو د ستونزو حل کې به همکار وي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل د خبریالانو د ستونزو حل او دوی ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو هڅه کوي.

