د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کونړ، پنچشیر او سرپل ولايتونو کې له حکومتي چارواکو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

c.jpg

10 اسد 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په کونړ، سرپل او پنجشېر ولايتونو کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې غونډې ترسره کړې.


په دغو ناستو کې، د کونړ د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي نجیب الله حنیف، د پنچشېر د اطلاعاتو او کولتور رييس مولانا نصرالله ملک زاده، د سرپل د اطلاعاتو او کولتور رييس ملا عبدالغفار حقنما، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو او د يادو ولايتونو د ځایي رسنيو خبریالانو او مسوولينو برخه اخېستې وه.


په دغو غونډو کې، د رسنيو د جوازونو د تمديد د چټکوالي، د رسنيو د کار پر  وړاندې د پرتو ننګونو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت د ښه والي په موخه د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د فعاليتونو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


په دغو ناستو کې، د دغو ولايتونو مسوولينو له رسنيو او خبریالانو د ملاتړ ترڅنګ وويل چې د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به همکار وي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.