د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو معین سره ولیدل

WhatsApp Image 2024-07-22 at 15.01.09_b5e29e1b.jpg

11 اسد 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هرات ولایت کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو معين حیات الله مهاجر فراهي سره ولیدل.


په لویدیځ زون کې د د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شميل احمد مشعل په خپلو خبرو کې د رسنيو د فریکونسۍ جواز د مالیاتو د کمښت او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې او له رسنيو څخه د حکومت پر ملاتړ او همکارۍ يې ټينګار وکړ.


د اطلاعاتو او کولتور وزارت د خپرونو معين ژمنه وکړه چې د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه به اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.