خوندیتوب کمېټې په پنځو ولايتونو کې د رسنيو مسوولینو سره د رسنيز فعاليت د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې 

c.jpg

15 اسد 1403

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په کندهار، غزنی، بغلان، ارزګان او کاپیسا ولايتونو کې د لسو خصوصي او یوې دولتي رسنۍ له مسوولينو سره د رسنيز فعاليت د ستونزو او فرصتونو په تړاو ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې ولایتی استازو، د ملي رادیو تلویزیون مسوول او د غزنویان، سعادت، شمله، دهکده، خوشحال، سماع، ندای حقیقت، تبسم، چونغر او شمع راډيوګانو مسوولينو برخه اخېستې وه.


په دغو غونډو کې د رسنيو د کار پر  وړاندې د پرتو ننګونو او فرصتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د رسنيو د وضعيت د ښه والي په موخه د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د فعاليتونو او د رسنيو د اقتصادي ستونزو په تړاو خبرې اترې وشوې.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.