د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فراه، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو له حکومتي چارواکو سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د عدالت غوښتنې غونډې وکړې.
په دغو ناستو کې، د غور د اطلاعاتو او کولتور رییس عبدالحی زعیم، د بادغیس د اطلاعاتو او کولتور رییس مطیع الله متقي، د نیمروز د قومونو او قبایلو رییس صالح محمد مسافر، د فراه د پوهنې رییس اختر محمد زعیم او د کمېټې ولایتي استازو برخه اخېستې وه.
په غونډو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د خبریالانو د ستونزو، د خبریالانو خوندیتوب او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشوې.
چارواکو په دغو غونډو کې ژمنې وکړې چې تر دې وروسته به خبریالانو ته د اسانتیاو زیاتوالي برخه کې کار وکړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنیو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو برخه کې تل هڅې کوي.



