د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لغمان، کندز، نورستان او بامیان ولایتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او اطلاعاتو ته د لاسرسي ډېروالي په تړاو له ځايي چارواکو سره ولیدل.
په دغو ناستو کې د کندز د پوهنې رييس حزب الله مبشر، د لغمان د اطلاعاتو او کولتور رياست سرپرست او د ګرځندوی آمر محمد نادر مخور، د نورستان د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول غلام رحمن حیدري، د باميانو د امنيه قوماندانۍ وياند محمد خواني رسا او د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې استازو برخه درلوده.
په يادو ناستو کې، د خبریالانو د ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د خبریالانو د دقيق او پر وخت لاسرسي او د خبريالانو خوندیتوب په تړاو خبرې اترې وشوې.
د دغو ولایتونو مسوولينو ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به دولتي ادارې خبریالانو ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې لا خدمات ګړندي کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنیو د کار پر وړاندې پرتو ستونزو د حل او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیریال د رامنځته کېدو برخه کې تل هڅې کوي.



