د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له لوري په نیمروز، غور او زابل ولايتونو کې د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ګډو کمېټو د پياوړتيا په موخه کاري ناستې وشوې.
په دغو غونډو کې، د اطلاعات او کولتور رياستونو ریيسانو او نورو چارواکو، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېتې ولايتي استازو، د ځايي ادارو وياندويانو او استازو، خبريالانو او د ځايي رسنيو مسوولينو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د ښو کاري اړيکو د رامنځته کولو په تړاو خبرې اترې وشوې.
په دغو ولايتونو کې، د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په وړانديز، د رسنيو او خبريالانو د ستونزو حل او د حکومت او رسنيو ترمنځ د کاري اړيکو رامنځته کولو په موخه د حکومت او رسنيو ګډې کمېټې جوړې شوې دي.



د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.
