د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پکتیکا او سرپل ولايتونو له امقه قوماندانانو سره ولیدل

c.jpg

21 اسد 1403

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پکتيکا امنيه قوماندان مولوي محمد شريف حليم او د سرپل له امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري سره د خبريالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته وکړه.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي استازو په دغو ناستو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو خوندیتوب په تړاو د خبرو اترو سربېره د خبریالانو د ستونزو د حل غوښتني شول.


د دغو ولایتونو امنیه قوماندانانو ژمنې وکړې چې خبریالانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او د دوی د ستونزو د حل برخه کې به کار لا زیات کړي.


د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.