د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لغمان، نورستان او تخار ولایتونو کې د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه د دغو ولایتونو له مسوولينو سره د عدالت غوښتنې جلا ناستې وکړې.
په دغو ناستو کې د تخار د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبیح الله انصاري، د تخار د امر باالمعروف او نهی ان منکر رييس مولوي حبیب الله حنفي، د لغمان د باالمعروف او نهی ان منکر رييس مولوي پاچا ګل احمدي، د نورستان د اطلاعات او کولتور رياست د اطلاعاتو امر فضل حق خالقیار او په دغو ولایتونو کې د کمېټې استازو برخه اخېستې وه.
په دغو ناستو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د خبریالانو خوندیتوب په تړاو د خبرو اترو سربېره د خبریالانو د ستونزو د حل غوښتنې وشوې.
د دغو ولایتونو مسوولینو ژمنې وکړې چې خبریالانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او د دوی د ستونزو د حل برخه کې به کار لا زیات کړي.
د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټه، د رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو په موخه پرلپسې هڅې کوي.


